افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجې د کمبودیا په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي.
که څه هم افغانستان په دغو سیالیو کې درې بریاوې ګټلې دي، خو د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې مشر روزونکی الیاس منوچهر وايي، چې زده کوونکي یې هم د لا زیاتې هماهنګۍ او دوه اړخیزې روحیې لپاره د بریا په لټه کې دي.
د اسیا د ملتونو د جام سیالیو په لومړیو دریو لوبو کې افغانستان په خپلو لومړنیو دریو لوبو کې فیلیپین ته ۸-۰ ماتې ورکړه، د مکاو خنډ یې ۱۰-۰ تېر کړ او په وروستۍ لوبه کې یې کوربه کمبوډیا ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله چې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ جام یې ګټلی، په دغو مقدماتي لوبو کې هم د اتلولۍ د ګټلو لومړی چانس لري.