کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ شي

6 عقرب 1403 ساعت 13:01

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به نن یکشنبه د عقرب په ۶ مه نېټه د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په دوام له بنګله دېش سره مخامخ شي.


آوا - کابل: دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجې د کمبودیا په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي.

که څه هم افغانستان په دغو سیالیو کې درې بریاوې ګټلې دي، خو د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې مشر روزونکی الیاس منوچهر وايي، چې زده کوونکي یې هم د لا زیاتې هماهنګۍ او دوه اړخیزې روحیې لپاره د بریا په لټه کې دي.

د اسیا د ملتونو د جام سیالیو په لومړیو دریو لوبو کې افغانستان په خپلو لومړنیو دریو لوبو کې فیلیپین ته ۸-۰ ماتې ورکړه، د مکاو خنډ یې ۱۰-۰ تېر کړ او په وروستۍ لوبه کې یې کوربه کمبوډیا ته ۳-۱ ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله چې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ جام یې ګټلی، په دغو مقدماتي لوبو کې هم د اتلولۍ د ګټلو لومړی چانس لري.


د مطلب کود: 299356

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299356/د-افغانستان-فوټبال-۱۷-کلنو-ملي-لوبډله-بنګله-دېش-له-لوبډلې-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.net