افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال له دغه هېواد څخه څلوېښت زره ټنه پنبه د نړۍ هېوادونو ته صادر شوې ده.
د دوی په وینا د دې صادراتو ډېره برخه پاکستان او ایران ته وه.
بايد وويل شي، چې افغاني پنبه په ځانګړي ډول په کندهار ولايت کې ښه شهرت لري او په بهر کې ډېر پېرودونکي لري.