افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کانونو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق د مخنیوي او د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د تخار ولایت مشرانو له ملا بدري سره د خلکو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د قانون او د کانونو د کړنلارې او شته امکاناتو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.