دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 299351
د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو د احتمال په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت خبرداری
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت نن او سبا (د عقرب ۷مه او ۸مه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو او د سمندر د سطحې د لوړېدو احتمال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر په کنړ، لغمان، پنجشیر، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان او جوزجان کې سبا او بل سبا د سیلابونو د راوتلو او د سمندر د سطحې د لوړیدو خبرداری ورکوي. 

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
https://avapress.net/vdceno8wzjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته