دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 299443
په هرات کې د سیم کارتونو د ثبت کمپاین پیل شو
د هرات د مخابراتو ریاست چارواکي وايي، په ولسوالیو کې د اوسېدونکو خلکو ته د اسانتیا په موخه یې د مخابراتي شبکو لپاره د سیم کارتونو د ثبتولو لپاره کور په کور کمپاین پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ رئیس مولوی خیرالله خیرخواه وایی، دوی د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه یو کمپاین جوړ کړی، تر څو سیم کارتونه ثبت کړی. 

مولوي خیرخواه زیاته کړه: په لومړي سر کې به د اتصالات شبکې سیم کارتونه په دې کمپاین کې ثبت شي او په راتلونکو ورځو کې به نورې مخابراتي شرکتونه هم د کور په کور د کمپاین په بڼه د سیم کارتونو د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړي. 

په ورته وخت کې د هرات د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتو ریاست له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي.

دوی وايي چې په ولسوالیو کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو د رسمي دفترونو د نشتوالي له امله نه دي توانېدلي چې خپل سیم کارتونه ثبت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هرات د مخابراتو ریاست چارواکو اعلان وکړ چې هغه کسان چې په دوو میاشتو کې خپل سیم کارتونه ثبت نه کړي د هغوی سیم کارتونه به بلاک کړي.

د امنیتي کارپوهانو په وینا، د مخابراتي سیم کارتونو ثبتول د امنیت د تامین او په هېواد کې د ترهګرو او ورانکارو ډلو د رامنځته کېدو او فعالیت د مخنیوي یوه لاره ده.

هر یو کس چې الکترونیکي تذکره لري کولای شي په یوه وخت کې له هر مخابراتي شرکت څخه تر ۳ پورې سیم کارتونه په قانوني ډول واخلي او وکاروي.
https://avapress.net/vdcgty9xwak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته