دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 299350
د افغانستان د کرکټ ملي الف لوبډله به د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ شي
د افغانستان د کرکټ ملي الف لوبډله به نن یکشنبه (عقرب ۶مه) د اسیا د ځوانانو د جام په پای لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت مازدیګر ۶:۰۰ بجې د عمان په کوربه توب ترسره شي.

افغانستان د اسيا د ځوانانو د کرکټ د ملتونو جام په نيمه پايلوبه کې پياوړي هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه او په دې پړاو کې سريلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه.

د اسيا د ځوانانو د کرکټ د ملي جام سيالۍ د عمان په کوربه توب پيل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د اسيايي سياليو د ګټلو لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
https://avapress.net/vdcdkn0xzyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته