دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 299193
جلالي له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د پنجشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل او د افغانستان د روغتیا په برخه کې یې د دغه سازمان د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل په ګډون د هېواد په لسو ولايتونو کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د روغتيايي مرکزونو د جوړولو او د سرطان ناروغانو لپاره د درملو او ځينو اړينو وسايلو د پېرلو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د افغانستان د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د نړیوالو مرستو په جلبولو هم خبرې وشوې.
مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.net/vdci33arpt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته