کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلالي له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه

3 عقرب 1403 ساعت 12:29

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د پنجشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل او د افغانستان د روغتیا په برخه کې یې د دغه سازمان د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.


آوا: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل په ګډون د هېواد په لسو ولايتونو کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د روغتيايي مرکزونو د جوړولو او د سرطان ناروغانو لپاره د درملو او ځينو اړينو وسايلو د پېرلو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د افغانستان د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د نړیوالو مرستو په جلبولو هم خبرې وشوې.
مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 299193

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299193/جلالي-له-افغانستان-سره-د-روغتیا-نړیوال-سازمان-همکاریو-دوام-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net