دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 299241
چین د افغانستان صادرات له مالیاتو معاف کړي
چین اعلان کړی چې د روان کال له ډسمبر میاشتې به د افغانستان صادرات له مالیاتو معاف کړي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره د اقتصادی مسایلو په اړه وکتل.
 
د چین سفیر په یوه بیان کې چې د ادګ په اکس پاڼه کې خپره شوې، ویلي چې چین ته د افغانستان صادرات سږکال 11.5 سلنه وو او تمه کیږي چې راتلونکی کال 25 سلنې ته لوړ شي.
 
د چین سفیر زیاته کړه چې هېواد به یې په دسمبر میاشت کې پر افغان صادراتو مالیه ولګوي او چین ته به د افغاني محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شي.
 
جاو شینګ همدا راز زیاته کړه چې هېواد یې په پام کې لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره یو نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او په دې برخه کې د پانګونې په موخه به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه غونډه هم جوړه شي.
 
د چین سفیر زیاته کړه چې د واخان دهلیز د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي.
 
مولوي عبدالکبير له چين څخه د افغانستان پر صادراتو د ماليې د معافيت له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه اقدام به د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصاد مثبت اغېز وکړي. هغه له نورو ګاونډیو هېوادونو هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې ده.
 
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د واخان سړک د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د بدلون ټکی بللی او ویلي یې دي چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې شي.
 
د تېر کال په وروستیو کې اسلامی امارت اعلان وکړ چې د بدخشان په واخان کې د پنځوس کیلومتره سړک د جوړولو کار چې افغانستان له چین سره نښلوي ډېر ژر بشپړ شي. خو څه د پاسه یو کال وروسته هم دا کار نه دی بشپړ شوی.
 
په همدې حال کې له افغانستان سره د ځمکنۍ لارې پرانستلو ته د چین د لېوالتیا په اړه شکونه شته.
https://avapress.net/vdcc0oqis2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته