دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 299057
صهیونیسټي رژیم د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور د ۷ کسانو د نیولو ادعا کړې ده
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییلو امنیتي ځواکونو ایران ته د جاسوسۍ په تور ۷ تنه مشکوک کسان نیولي دي. ویل کیږي چې یو شمیر یې په هغو ځایونو کې نیول شوي چې د صادق ۲ په برید کې په نښه شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو د څارنوالۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه رژیم امنیتي ځواکونو په حیفا ښار کې ۷ تنه اسرائیلي اتباع چې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
دغه کسان د اسرائیلو د مهمو، حساسو، پوځي او زیربنایي مرکزونو د عکسونو په اخیستلو او ایران ته د هغوی د معلوماتو په استولو تورن شوي او تمه ده چې د جمعې تر ورځې به دوی تورن شي.
د فارس د راپور له مخې، د اسرایلو د څارنوالۍ دفتر ادعا کړې چې دا شکمن کسان چې د اذربایجان جمهوریت څخه اسراییلو ته ننوتلي، په تیرو دوو کلونو کې د ایران لپاره له 600 څخه ډیر د استخباراتو راټولولو عملیات ترسره کړي.
https://avapress.net/vdchmwniq23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته