کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صهیونیسټي رژیم د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور د ۷ کسانو د نیولو ادعا کړې ده

1 عقرب 1403 ساعت 9:36

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییلو امنیتي ځواکونو ایران ته د جاسوسۍ په تور ۷ تنه مشکوک کسان نیولي دي. ویل کیږي چې یو شمیر یې په هغو ځایونو کې نیول شوي چې د صادق ۲ په برید کې په نښه شوي وو.


آوا: د اسرائیلو د څارنوالۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه رژیم امنیتي ځواکونو په حیفا ښار کې ۷ تنه اسرائیلي اتباع چې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
دغه کسان د اسرائیلو د مهمو، حساسو، پوځي او زیربنایي مرکزونو د عکسونو په اخیستلو او ایران ته د هغوی د معلوماتو په استولو تورن شوي او تمه ده چې د جمعې تر ورځې به دوی تورن شي.
د فارس د راپور له مخې، د اسرایلو د څارنوالۍ دفتر ادعا کړې چې دا شکمن کسان چې د اذربایجان جمهوریت څخه اسراییلو ته ننوتلي، په تیرو دوو کلونو کې د ایران لپاره له 600 څخه ډیر د استخباراتو راټولولو عملیات ترسره کړي.


د مطلب کود: 299057

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299057/صهیونیسټي-رژیم-د-ایران-لپاره-جاسوسۍ-په-تور-۷-کسانو-نیولو-ادعا-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.net