افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت له سرپرست محمد خواجي سره وکتل. له ایران څخه د "اطلس مهدیار اسمان اتم" شرکت او د کورني شرکت لوژستیک او تدارکاتو رئیس "نذیر احمد" لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د يادو شرکتونو رئيسانو له غزني څخه تر کندهار پورې د پنځو سب سټېشنونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې له امله خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې خپل بشپړ چمتووالى څرګند کړ.
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د یادو شرکتونو د پانګونې د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست هم د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره د تړون پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د دې پروژې د عملي کار د پیل په موخه د وزارت د تخنیکي ټیمونو او د یادو شرکتونو ترمنځ د ګډې ناستې په جوړولو هم ټینګار وشو.