افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د تیرې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیه خپره کړه. کال
په غزې تړانګه کې دفلسطین د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د اسرائیلو د پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۴۲ زره ۶۰۳ کسان شهیدان شوی دی .
دغه راز دفلسطین دطبی چارو دغه موسسې وویل په غزې تړانګې کښې دجنګ له پیل راهسې دصهیونیسټ رژیم دپوځ په حملو کښې د زخمیانو ټولټال شمیر 99795 تنو ته رسیدلی دی .
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې اووه جنایتونه او قتلونه کړی دی.
همدارنګه د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ د تیرې شپې په بریدونو کې ۸۴ تنه شهیدان شوي او ۱۵۸ تنه ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.
د غزې تړانګې په شمال کښې په بیت لحیه کښې د یرغلګرو په قتل عام کښې ۸۷ تنه شهیدان او تر خاورو لاندې لادرکه شوی او له څلویښتو زیات کسان ژوبل شوی هم دی چې ځینې یې سخت ژوبل شوی دی.