دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 299228
له نن سهار راهیسي له لبنان څخه پر اشغال شویو سیمو ۱۲۰ توغندي توغول شوي دي
صهیونیسټي رسنیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې له نن سهار راهیسي اسرائیلي میشت ځایونه له لبنان څخه شاوخوا ۱۲۰ توغندي په نښه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: عبراني سرچینو خبر ورکړی، چې له نن سهار راهیسې له لبنان څخه پر اشغال شویو سیمو ۱۲۰ توغندي توغول شوي دي.
په عین حال کښې حزب الله اعلان وکړ چې په المنار ښار کښې یې د صهیونیسټ دښمن د عسکرو غونډه په نښه کړې ده.
العالم خبري چینل د عبراني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم د څلورو کورنیو خبرتیاوې یې ترلاسه کړې دي چې د هغوي ماشومان پرون د لبنان په جنوب کښې د یوې امنیتي پیښې له امله وژل شوي دي.
په یو بل خبر کې صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی دی چې د لبنان له لوري د توغول شوي توغندي په نتیجه کې د الجلیل په «هربرټ سمویل» هوټل کې اور لګیدلی دی.
په عین حال کښې عبراني سرچینو نن سهار خبر ورکړ چې د نیواک شویو سیمو په ۱۷ سیمو کښې د الارم زنګونه غږول شوي او په نهریا او نیواک شوي لویدیځ ګیللي کښې د حزب الله د توغندیو د حملې له امله څلور صهیونیسټان ژوبل شوي دي.
https://avapress.net/vdchiwni623nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته