دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 298987
سرپرست حکومت په افغانستان کې د ۱۵ سترو پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره هڅې کوي
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د روان کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د ۱۵ لویو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو د پیل خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په روان کال کې په هېواد کې د ۱۵ سترو پرمختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې دي.
 
په دغو پروژو کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پلي کول، د طوطي میدان د ګازو استخراج، د هرات- غور سړک، د کابل-غزني دویم سړک، د کابل د څو مهمو سړکونو جوړول، د پاشدان بند د پاتې کار پیل او د کابل په هوايي ډګر کې د انتظار خونې د کار پیل دی.
 
د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په هیواد کې د هراړخیز امنیت د تامین په ترڅ کې خپل فعالیتونه د اقتصادي زیربنایي پروژو په وده او پراختیا متمرکز کړي دي.
https://avapress.net/vdcivvaryt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته