کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال:

سرپرست حکومت په افغانستان کې د ۱۵ سترو پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره هڅې کوي

30 میزان 1403 ساعت 10:56

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د روان کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د ۱۵ لویو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو د پیل خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په روان کال کې په هېواد کې د ۱۵ سترو پرمختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې دي.
 
په دغو پروژو کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پلي کول، د طوطي میدان د ګازو استخراج، د هرات- غور سړک، د کابل-غزني دویم سړک، د کابل د څو مهمو سړکونو جوړول، د پاشدان بند د پاتې کار پیل او د کابل په هوايي ډګر کې د انتظار خونې د کار پیل دی.
 
د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په هیواد کې د هراړخیز امنیت د تامین په ترڅ کې خپل فعالیتونه د اقتصادي زیربنایي پروژو په وده او پراختیا متمرکز کړي دي.


د مطلب کود: 298987

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298987/سرپرست-حکومت-په-افغانستان-کې-د-۱۵-سترو-پرمختیايي-پروژو-پلي-کولو-لپاره-هڅې-کوي

آوا
  https://www.avapress.net