دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 299180
له حزب الله سره په جګړه کې ۷۰ صهیونیسټي پوځیان وژل شوي دي
د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو چیمبر په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې په سرحدی سیمو کښې د حزب الله جنګیالیو په حملو کښې ۷۰ اسرائیلی پوځیان وژل شوی او ۶۰۰ نور ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو چیمبر د چهارشنبه په ورځ (د عقرب ۲ مه) په یوه بیانیه کی د صهیونیستی غاصب رژیم پر ضد د خپلو عملیاتو او توانمندیو احصاییه ورکړه.
 
په دغه بیانیه کښې راغلي دي چې په تیرو ورځو کښې د حزب الله جنګیالیو په ځمکنیو او هوايي جګړو کښې صهیونیسټ رژیم ته مرګونې ګوزارونه ورکړي او دغه راز صهیونیسټ رژیم د لبنان په هیڅ یوه برخه کښې په بشپړه توګه تسلط او دایمي ثبات نه دی ټینګ کړی.
 
په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په سرحدي سیمو کې د حزب الله جنګیالي د عملیاتو په ترڅ کې او د څارنې له مخې تراوسه دصهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۷۰ پوځیان وژل شوی او څه دپاسه ۶۰۰ نور پوځیان ژوبل شوی دی .
 
دغه راز ۲۸ زغروال ټانګونه، ۴ نظامي بلدوزرونه، ۱ عراده زغروال ټانګ او یو زغروال موټر تخریب شوي دي. ۳ هرمیس ۴۵۰ ډرون او یوه هرمیس ۹۰۰ ډرون هم د لبنان د جنګیالیو له خوا وویشتل شول.
 
د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو کمیټې ټینګار وکړ په دغه احصائیه کښې د فلسطین په نیواک کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځی اډو او پوستو تاوانونه او تاوانونه شامل نه دی .
 
د لبنان حزب الله نن سهار (پنجشنبه) په یوه بله اعلامیه کې اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې په ۳۴ عملیاتو کې په سرحدی سیمو کې د صهیونیسټی پوځیانو پوستې او همدارنګه د اشغال شوې فلسطین د خاورې ژوروالی په نښه کړی دی.
https://avapress.net/vdcevo8w7jh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته