کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولايت کې د څه د پاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت د افغانستان د ملي بانک ودانۍ ورغول شو

2 عقرب 1403 ساعت 15:57

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په هرات ولايت کې د افغانستان ملي بانک د څه د پاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت له سره ورغول شو.


آوا : د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان ملي بانک ودانۍ له بیارغونې وروسته پرانستل شوه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ملي بانک څانګه د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې د افغانستان د ملي بانک د عمومي رئیس شاکر جلالي له قوله دا هم راغلي، چې دغه بانک په منظم او پر وخت خلکو ته عصري خدمات وړاندې کوي.
 
په همدې حال کې په هرات ولايت کې د افغانستان د ملي بانک رييس وويل چې دغه بانک په ورځ کې له زرو څخه زيات مراجعين لري.
 
د افغانستان ملي بانک له نهو لسیزو راهیسې د افغانستان تر ټولو معتبر بانک بلل کېږي.


د مطلب کود: 299156

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299156/په-هرات-ولايت-کې-د-څه-پاسه-اووه-ميليونه-افغانيو-لګښت-افغانستان-ملي-بانک-ودانۍ-ورغول-شو

آوا
  https://www.avapress.net