کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان په روغتونونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان خدمات دوام لري

6 عقرب 1403 ساعت 14:17

په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان مشر د باميان له والي سره د يوې کتنې په ترڅ کې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د دغه سازمان د روغتيايي خدمتونو د دوام ډاډ ورکړ.


آوا - بامیان: د شنبې په ورځ (۵ عقرب) په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ادوین سلوادور د بامیان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل. 
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ایډون سلواډور له دغه سازمان سره د بامیان ولایت د سیمه ییز حکومت له هراړخیزو همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه سازمان د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کوویډ-۱۹ د ساري ناروغیو په ۳۰ بستریز روغتون کې د بامیان ولایت ولایتي روغتون او ولسوالیو کې په عادي ډول دوام لري او دغې موسسې د بامیان په کچه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ په دې وروستیو کې په بېلابېلو روغتیايي څانګو کې روزل شوي متخصصین د ناروغانو د درملنې لپاره استخدام کړي دي.
د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي په هېواد کې د روغتيا د نړيوال سازمان د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې دغه اداره به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روغتيايي بنسټونو او موسسو د دفترونو د امنيت د تامين لپاره جدي هڅې وکړي.


د مطلب کود: 299361

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299361/د-بامیان-په-روغتونونو-کې-روغتیا-نړیوال-سازمان-خدمات-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.net