افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د چین ځانګړی استازی او په بیجینګ کې د افغانستان د اسلامی امارت سفیر بلال کریمی حضور درلود.
دغه اورګاډی د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت د سهار په ۱۱ بجو روان شو او دا د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو نوی ګام دی.
د دغه اورګاډي تګ راتګ کولای شي د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.