افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ ۲۳۴ کورنیو ته څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کوي.
تېره ورځ (چهارشنبه د عقرب ۹مه) د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رئیس د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د دفتر د دغه اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست له لوړ پوړو چارواکو سره په همغږۍ کار کوي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ریاست او ولایتي ادارې د ګمارنې او تطبیق بیړنۍ پروژې د شریکو بنسټونو په استازیتوب هڅه کړې چې د دایکندي ولایت په کچه د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کسانو او کورنیو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دې مرستو ټوله بوديجه ۵ ميليونه ۱۴۴ زره ۸۰۰ افغانۍ ده او د پاتو، شهرستان، خدر، سنګتخت او نيلي ولسواليو له ۲۳۴ کورنيو سره ۲۲ زره ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.