افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «له ایران سره د افغانستان صادرات او واردات د ۲۰۲۴ په ۹ میاشتو کې د دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیونه ډالره ارزښت درلود چې د دې مقدار څخه، ۳۸ میلیونه ډالره صادرات او دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه ډالره واردات دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید ویلي دي: «افغانستان د ایران د بندرونو له لارې خپل صادرات او واردات دواړه زیات کړي دي. راپورونه ښيي چې سږ کال تر ټولو زیات سوداګریزې راکړې ورکړې د ایران له لارې شوې دي.»
همداراز باید وویل شي چې درې ورځې وړاندې، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی وویل: تهران هڅه کوي د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو سره، د ایران په لویو پروژو کې پانګونې ته د افغان خصوصي سکتور متشبثین او پانګوال جذب کړي
د دغه راپور له مخې چې د طلوع نیوز تلویزیون په خبر پاڼه کې خپور شوی دی؛ د اقتصادي چارې کارپوه، محمد آصف ستانکزی ویلی دی: «له ایران سره زموږ سوداګریزې اړیکې، د چابهار بندر د کارولو په ګډون، په ډاګه کوي چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې شي.»
په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ننګونو له امله، افغان سوداګرو سږ کال له ایران سره او له نورو هېوادونو سره د ایران له لارې سوداګري زیاته کړې دي.
په همدې حال کې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پام کې نیولو سره؛ یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د نړیوال ترانزیت لپاره د چابهار بندر کارول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.