افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ادارې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استازو سره وکتل.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د هېواد د تعلیمي سکتور په استازیتوب د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو او استازو هم خوښي څرګنده کړه، چې د دوی غږونه تل د اسلامي امارت د مشرانو له لوري اورېدل شوي دي.
دوی په افغانستان کې خصوصي ښوونیز او تحصیلي سکتور د ځوان نسل د زده کړې لپاره ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، چې اوس مهال سلګونه زره محصلین په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې په زده کړو بوخت دي، چې زرګونه استادان په دندو بوخت دي.
یادو مسوولینو وویل چې د هېواد د لوړو زده کړو موسسې به په تدریجي ډول د نړیوالو تعلیمي موسسو په کچه شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت په همکارۍ ډېرې هڅې روانې دي.
همدارنګه دوی خپلې ستونزې د لومړي وزیر د دفتر له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او وړاندیز یې وکړ چې د خصوصي زده کړو او تعلیمي سکتور د لا زیاتې مرستې په موخه دې یوه څو اړخیزه کمېټه جوړه شي چې د اړتیا په صورت کې غونډې وکړي.
له بلې خوا د صدراعظم د دفتر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د خصوصي تعليمي موسسو شتون مهم وباله او ويې ويل چې د نوي نسل په زده کړه کې ارزښتناکه ونډه لري.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د ساینس او تعلیم ملاتړی دی او زیاته یې کړه چې هڅه کوي خصوصي سکتور ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال دغه راز وويل چې اسلامي امارت ديني او عصري علومو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د ديني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللى دى.
نوموړي د دوی وړاندیزونو ته په اشارې سره د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به حل کړي.
ښاغلي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي امارت لومړی اهداف ترلاسه شوي، اوس مهال له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.