دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 299318
په ګوهرکوه تفتان کې په ترهګریز برید کې ۱۰ تنه پولیس وژل شوي دي
د ايران د اسلامي جمهوريت د سرې مياشتې ټولنې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سيستان بلوچستان ولايت په تفتان ولسوالۍ کښې د ترهه ګرۍ په پېښه کښې لس ايراني پوليس شهيدان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د ایران د اسلامی جمهوریت رسنیو اعلان وکړ چې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو لس تنه غړی د سیستان او بلوچستان ولایت په تفتان ولسوالۍ کښې د پولیسو د افسرانو په موټر باندې په ترهګریز برید کښې شهیدان شول.
مهر خبری آژانس وایی د ایران د سرې میاشتې ټولنې په تفتان ښار کښې له ترهګرې پیښې وروسته د سرې میاشتې د ژغورنې ځواکونه د دریو ژغورونکو ډلو په بڼه د پیښې سیمې ته واستول او زخمیان یې طبی مرکزونو ته ولیږدول. "
د ایران د سرې میاشتې د اعلامیې له مخې، دغه تروریستي پیښه چې نن له غرمې مخکې په یولس نیمو بجو د ګوهرکوه – بازمان په لاره کې وشوه، د دغه هیواد د پولیسو لس تنه منسوبین شهیدان شول.
په ورته وخت کې له دغې پېښې وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغې پېښې د ابعادو د څېړلو لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.
د تسنیم د راپور له مخې، اسکندر مومني دغه پلاوي ته، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د پولیسو قوماندانان او چارواکي پکې شامل دي، امر کړی، چې د دغې پېښې په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي او جزیات ورکړي.
https://avapress.net/vdchzwni623nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته