کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده

9 عقرب 1403 ساعت 14:43

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی: تهران هڅه کوي د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو سره، د ایران په لویو پروژو کې پانګونې ته د افغان خصوصي سکتور متشبثین او پانګوال جذب کړي.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «له ایران سره د افغانستان صادرات او واردات د ۲۰۲۴ په ۹ میاشتو کې د دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیونه ډالره ارزښت درلود چې د دې مقدار څخه، ۳۸ میلیونه ډالره صادرات او دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه ډالره واردات دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید ویلي دي: «افغانستان د ایران د بندرونو له لارې خپل صادرات او واردات دواړه زیات کړي دي. راپورونه ښيي چې سږ کال تر ټولو زیات سوداګریزې راکړې ورکړې د ایران له لارې شوې دي.»

همداراز باید وویل شي چې درې ورځې وړاندې، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی وویل: تهران هڅه کوي د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو سره، د ایران په لویو پروژو کې پانګونې ته د افغان خصوصي سکتور متشبثین او پانګوال جذب کړي

د دغه راپور له مخې چې د طلوع نیوز تلویزیون په خبر پاڼه کې خپور شوی دی؛ د اقتصادي چارې کارپوه، محمد آصف ستانکزی ویلی دی: «له ایران سره زموږ سوداګریزې اړیکې، د چابهار بندر د کارولو په ګډون، په ډاګه کوي چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې شي.»

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ننګونو له امله، افغان سوداګرو سږ کال له ایران سره او له نورو هېوادونو سره د ایران له لارې سوداګري زیاته کړې دي.

په همدې حال کې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پام کې نیولو سره؛ یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د نړیوال ترانزیت لپاره د چابهار بندر کارول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.


د مطلب کود: 299620

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299620/د-افغانستان-او-ایران-ترمنځ-سوداګرۍ-کچه-په-کال-کې-څلور-میلیارده-ډالرو-ته-رسېدلې-ده

آوا
  https://www.avapress.net