افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د انټرپول پولیسو له خوا د پاکستان له زندانونو نهه افغان کډوال خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سه شنبې په ورځ د تورخم له لارې هېواد ته ننوتلي دي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کسان له شپږو میاشتو تر یو کال پورې په بند کې وو، ځکه د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.
تر دې وړاندې هم د پاکستان له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشې شوي دي.