کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو نهه افغان بندیان خوشې شول

9 عقرب 1403 ساعت 20:58

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو نهه افغان اتباع خوشې کړل.


آوا: د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د انټرپول پولیسو له خوا د پاکستان له زندانونو نهه افغان کډوال خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د سه شنبې په ورځ د تورخم له لارې هېواد ته ننوتلي دي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کسان له شپږو میاشتو تر یو کال پورې په بند کې وو، ځکه د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.
تر دې وړاندې هم د پاکستان له زندانونو سلګونه افغان بندیان خوشې شوي دي.


د مطلب کود: 299648

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299648/د-پاکستان-له-زندانونو-نهه-افغان-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.net