افغان غږ خبری آژانس: «د عراق د اسلامي مقاومت» ډلې نن سهار (پنجشنبه، عقرب ۱۰مه) په خپله دریمه اعلامیه کې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټي رژيم په هدف د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ.
دعراق مقاومت په یوه بیان کې وویل دفلسطین په شمال کې ئې دصهیونیسټی پوځیانو په یو مهم هدف د بې پیلوټه الوتکې په وسیله حمله کړې ده .
په دغه بیانیه کښې د نیواکګر رژیم پرضد د عملیاتو په دوام باندې د ټینګار په ترڅ کښې ویل شوی دی چې دغه حمله د صهیونیسټانو له خوا د هغوی د نسل وژنې په وړاندې د لبنان او د غزې تړانګې د خلکو په ملاتړ ترسره شوې ده.
په عین حال کښې صهیونیسټی رسنیو د نیواک په نهریا بندر کښې د خبرداري سایرن فعالیدو ته په اشارې سره د دغې بې پیلوټه الوتکې د اغیزو انځورونه خپاره کړل.
دعراق داسلامی مقاومت ډلې په تیر میلادی کال کښې په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ځواب کښې په مختلفو بې پیلوټه الوتکو سره په نیواکګر فلسطین کښې دصهیونیسټ رژیم په مهمو هدفونو حملې وکړې .