دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 299657
د افغانستان د سربو او جستو کانونو په برخه کې د ایراني پانګوالو د لېوالتیا څرګندونه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ایراني پانګوال سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان د سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري په مشرۍ له یوه ایراني پانګوال سره کتلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ایراني پانګوالو د افغانستان د سربو او جستو د په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه همدا راز غواړي په افغانستان کې د پروسس یوه معیاري فابریکه جوړه کړي.

له بلې خوا د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل چې له دغه ايراني پانګه اچوونکي سره به د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په روانه اونۍ کې دغه وزارت له ۷۷ ترکي شرکت سره د سمنټو د ۳۰ کلنې فابريکې تړون لاسليک کړ، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابروي.
https://avapress.net/vdcdkn0x5yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته