افغان غږ خبری آژانس: د لبنان په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او وحشیانه حملو له دوام سره سره، د دغه هیواد حکومت د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو اعلان وکړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن سهار اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د دغه هیواد په مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کښې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۶۵ نور ژوبل شول.
"الجزیرې" چینل د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د تېر کال د اکټوبر له اتمې د هېواد په بېلابېلو سیمو د نیواکګرو د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو شمېر ۲۸۲۲ تنه شهیدان او ۱۲۹۳۷ نور ټپیان شوي دي.