کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستیو یو ورځنیو حملو کښې ۲۰۰ تنه شهیدان او ژوبل شول

10 عقرب 1403 ساعت 11:23

د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن سهار اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د دغه هیواد په مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کښې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۶۵ نور ژوبل شول.


آوا: د لبنان په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او وحشیانه حملو له دوام سره سره، د دغه هیواد حکومت د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو اعلان وکړ.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن سهار اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د دغه هیواد په مختلفو سیمو د صهیونیسټانو په حملو کښې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۶۵ نور ژوبل شول.

"الجزیرې" چینل د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د تېر کال د اکټوبر له اتمې د هېواد په بېلابېلو سیمو د نیواکګرو د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو شمېر ۲۸۲۲ تنه شهیدان او ۱۲۹۳۷ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 299677

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299677/په-لبنان-باندې-د-صهیونیسټ-رژیم-وروستیو-یو-ورځنیو-حملو-کښې-۲۰۰-تنه-شهیدان-او-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.net