کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سربو او جستو کانونو په برخه کې د ایراني پانګوالو د لېوالتیا څرګندونه

10 عقرب 1403 ساعت 9:42

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ایراني پانګوال سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان د سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري په مشرۍ له یوه ایراني پانګوال سره کتلي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ایراني پانګوالو د افغانستان د سربو او جستو د په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه همدا راز غواړي په افغانستان کې د پروسس یوه معیاري فابریکه جوړه کړي.

له بلې خوا د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په دې کتنه کې وويل چې له دغه ايراني پانګه اچوونکي سره به د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په روانه اونۍ کې دغه وزارت له ۷۷ ترکي شرکت سره د سمنټو د ۳۰ کلنې فابريکې تړون لاسليک کړ، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابروي.


د مطلب کود: 299657

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299657/د-افغانستان-سربو-او-جستو-کانونو-په-برخه-کې-ایراني-پانګوالو-لېوالتیا-څرګندونه

آوا
  https://www.avapress.net