افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه ( د عقرب ۹ مه) لوګر ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
ښاغلي حقاني د دغه سفر په ترڅ کې په لوګر کې له ۷۰ کورنیو سره د بشري مرستو د وېش پرمهال له افغان کډوالو وغوښتل چې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي او ټینګار یې وکړ چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د ټولو کډوالو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او ټولیز امنیت تامین شوی، نو باید ټول کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي."
د کډوالو چارو وزارت وايي، په نږدې اویا کورنیو یې د چینايي لوښو، کمپلو او خیمو په ګډون بشري مرستې وېشلې دي.