د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان کډوالو وغوښتل، چې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د کډوالو د ستونزو لامل ګرځي.
د کډوالو چارو وزارت له افغان کډوالو غوښتي چې د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړي
9 عقرب 1403 ساعت 14:29
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان کډوالو وغوښتل، چې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د کډوالو د ستونزو لامل ګرځي.
آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه ( د عقرب ۹ مه) لوګر ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
ښاغلي حقاني د دغه سفر په ترڅ کې په لوګر کې له ۷۰ کورنیو سره د بشري مرستو د وېش پرمهال له افغان کډوالو وغوښتل چې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي او ټینګار یې وکړ چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د ټولو کډوالو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او ټولیز امنیت تامین شوی، نو باید ټول کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي."
د کډوالو چارو وزارت وايي، په نږدې اویا کورنیو یې د چینايي لوښو، کمپلو او خیمو په ګډون بشري مرستې وېشلې دي.
د مطلب کود: 299616