افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د افغان سرې میاشتې ټولنې له پلاوي سره چې مشري یې مولوي عبدالولي فیاض کوله، وکتل. د
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د افغان سرې میاشتې اداري پلاوي د مالي مرستو د راټولولو او د افغان سرې میاشتې د مالي بنسټ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان سرې مياشتې ټولنه له واقعي او حقوقي شخصيتونو او بنسټونو څخه د مرستو په را ټولولو او په هېواد کې پر اړمنو کسانو وېشي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ټولنې عمومي څارونکي مولوي شهاب الدین دلاور څه موده وړاندې د دغې ادارې د اوونۍ د نمانځلو په مناسبت د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې وویل چې په تېر کال کې د هېواد په کچه ۲۸۵ میلیونه افغانۍ په مستحقو کسانو وېشل شوې دي. نوموړي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې د افغان سرې مياشتې له ادارې سره همکاري وکړي.