افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار شپږ واټونه د کانکریټو له اچولو وروسته پرانیستل شول.
پرون چهارشنبه د روان کال د عقرب میاشتې په نهمه نېټه د قلعه برچي، تپې کارته نو، حضرت بلال جومات، کل حشمت خان او قلعه حسن خان بالا سړکونه د کانکریټي کار له بشپړېدو وروسته پرانیستل شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ویل کیږي، چې دغه سړکونه ۵۸۶۱ متره اوږدوالی او له ۳،۵ تر ۵ مترو پلنوالی لري.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه شپږ واټونه د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژې د دفتر له خوا کانکریټ شوي دي.