کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دايکنډي ولايت کې له طبيعي پيښو زيانمنو شويو کورنيو سره څه دپاسه پنځه ميليونه افغانۍ نغدي مرسته وويشل شوه

10 عقرب 1403 ساعت 11:34

په دايکنډي ولايت کې د طبيعي پيښو په زيانمنو شويو ٢٣٤ کورنيو څه دپاسه پنځه ميليونه افغانۍ د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له خوا له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست په همکارۍ ووېشل شوې.


آوا - بامیان: د دایکندي ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ ۲۳۴ کورنیو ته څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کوي. 

تېره ورځ (چهارشنبه د عقرب ۹مه) د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رئیس د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د دفتر د دغه اقدام هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست له لوړ پوړو چارواکو سره په همغږۍ کار کوي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ریاست او ولایتي ادارې د ګمارنې او تطبیق بیړنۍ پروژې د شریکو بنسټونو په استازیتوب هڅه کړې چې د دایکندي ولایت په کچه د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کسانو او کورنیو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د دې مرستو ټوله بوديجه ۵ ميليونه ۱۴۴ زره ۸۰۰ افغانۍ ده او د پاتو، شهرستان، خدر، سنګتخت او نيلي ولسواليو له ۲۳۴ کورنيو سره ۲۲ زره ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.


د مطلب کود: 299683

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299683/په-دايکنډي-ولايت-کې-له-طبيعي-پيښو-زيانمنو-شويو-کورنيو-سره-څه-دپاسه-پنځه-ميليونه-افغانۍ-نغدي-مرسته-وويشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net