د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د ناروغیو د تشخیص مرکز پرانیستل شوی دی.
د خوست د عامې روغتیا ریاست کې د ناروغیو د تشخیص مرکز پرانیستل شو
9 عقرب 1403 ساعت 11:11
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د ناروغیو د تشخیص مرکز پرانیستل شوی دی.
آوا - کابل: د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوست ولایت د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص په موخه د درې لویو لابراتوارونو او طبي وسایلو په نصبولو سره دغه مرکز فعال شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې رياست پر جوړېدو دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
باید وویل شي، چې د هېواد په لرو پرتو ولایتونو کې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د مطلب کود: 299586