افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس نور احمد آغا له روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د هېواد د مالي او بانکي سکتور د وضعیت په اړه خبرې کړې.
نور احمد آغا وویل، د افغانستان مرکزي بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور پراختیا ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول لوبوي.
اوتنبایوا د مالي او بانکي سکتور پراختیا د هېوادونو په اقتصادي وده کې مهمه وبلله او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د مرستي ژمنه وکړه.
بايد يادونه وشي، چې بانکي او مالي محدوديتونو په هېواد کې پانګوال او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.