کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور د پراختیا په برخه کې د ملګرو ملتونو مرسته

9 عقرب 1403 ساعت 10:40

د هېواد مرکزي بانک اعلان کړى، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د دغه بانک له مشر سره په کتنه کې د مالي او بانکي سکتور پرمختګ د هېوادونو په اقتصادي وده کې مهم بللى او ژمنه يې کړې، چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس نور احمد آغا له روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د هېواد د مالي او بانکي سکتور د وضعیت په اړه خبرې کړې.
نور احمد آغا وویل، د افغانستان مرکزي بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور پراختیا ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول لوبوي.
اوتنبایوا د مالي او بانکي سکتور پراختیا د هېوادونو په اقتصادي وده کې مهمه وبلله او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د مرستي ژمنه وکړه.
بايد يادونه وشي، چې بانکي او مالي محدوديتونو په هېواد کې پانګوال او سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.


د مطلب کود: 299579

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299579/په-افغانستان-کې-د-مالي-او-بانکي-سکتور-پراختیا-برخه-ملګرو-ملتونو-مرسته

آوا
  https://www.avapress.net