دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 299567
د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو کار پیل شو
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو د پیل خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک ۳۲۲۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د بټومین کولو چارې یې پرون (سه شنبه د لړم ۸ مه) له غازي لېسې څخه د دهبوري تر څلورلارې پورې پیل شوې.

د يادونې وړ ده، چې د پل سوخته - پل سرخ د پخولو کار هم روانه اونۍ پيل شوى، چې د کابل لوېديځ د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوى دى.
https://avapress.net/vdcd9n0x5yt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته