کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو کار پیل شو

9 عقرب 1403 ساعت 9:45

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار د دهمزنګ – کوته سنګي سړک د پخولو د پیل خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک ۳۲۲۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د بټومین کولو چارې یې پرون (سه شنبه د لړم ۸ مه) له غازي لېسې څخه د دهبوري تر څلورلارې پورې پیل شوې.

د يادونې وړ ده، چې د پل سوخته - پل سرخ د پخولو کار هم روانه اونۍ پيل شوى، چې د کابل لوېديځ د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوى دى.


د مطلب کود: 299567

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299567/د-کابل-ښار-دهمزنګ-کوته-سنګي-سړک-پخولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net