افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (سه شنبه د عقرب ۸ مه) په ایکس کې د یوې خبر په خپرولو سره ویلي چې که اوس عمل وکړي نو د دغه بهیر مخه نیولی شي.
یونیسف دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د یوناما مشرې په افغانستان کې د دغه سازمان له مشر تاج الدین اویواله سره په ګډه د کابل له یو شمېر هغو سیمو څخه لیدنه کړې، چې له د اوبو کمښت سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاته کړي، چې د دوی د سفر موخه په یادو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته د حل لارې موندل وو.
په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او څو ځله یې د اوبو ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې د ولاړو عکسونو خبرونه خپاره کړي دي.
په تېرو څو کلونو کې دوامداره وچکالي او د ژورو څاګانو ډېر کیندل په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له عواملو څخه ګڼل کېږي.