کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي

8 عقرب 1403 ساعت 14:49

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د چټک ښاري کیدو او د اقلیم د بدلون له امله ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه له منځه ولاړې شي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (سه شنبه د عقرب ۸ مه) په ایکس کې د یوې خبر په خپرولو سره ویلي چې که اوس عمل وکړي نو د دغه بهیر مخه نیولی شي.
یونیسف دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د یوناما مشرې په افغانستان کې د دغه سازمان له مشر تاج الدین  اویواله سره په ګډه د کابل له یو شمېر هغو سیمو څخه لیدنه کړې، چې له د اوبو کمښت سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاته کړي، چې د دوی د سفر موخه په یادو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته د حل لارې موندل وو.
په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او څو ځله یې د اوبو ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې د ولاړو عکسونو خبرونه خپاره کړي دي.
په تېرو څو کلونو کې دوامداره وچکالي او د ژورو څاګانو ډېر کیندل په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له عواملو څخه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 299534

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299534/یونیسف-خبرداری-ورکړی-چې-تر-۲۰۳۰-کال-پورې-په-کابل-کې-د-ځمکې-لاندې-اوبه-ختمې-شي

آوا
  https://www.avapress.net