دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 299513
په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د کډوالۍ د نړیوال سازمان ملاتړ
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی، چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مسوولین د دغه دفتر له لارې د افغانستان له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې رئیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان له یوه پلاوي سره وکتل.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، نورالدین ترابي په افغانستان کې له مستحقو خلکو سره د مرستې په موخه د بهرنیو موسسو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه.
د دغې ادارې د بېړنیو مرستو د پروګرامونو مسوول غده برکت وویل چې موږ به د دغه دفتر له لارې د افغانستان له زیانمنو شویو سره مرستې وکړو.
https://avapress.net/vdcezo8wxjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته