کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د کډوالۍ د نړیوال سازمان ملاتړ

8 عقرب 1403 ساعت 11:45

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی، چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مسوولین د دغه دفتر له لارې د افغانستان له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې کوي.


آوا - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې رئیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان له یوه پلاوي سره وکتل.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، نورالدین ترابي په افغانستان کې له مستحقو خلکو سره د مرستې په موخه د بهرنیو موسسو له شتون څخه خوښي څرګنده کړه.
د دغې ادارې د بېړنیو مرستو د پروګرامونو مسوول غده برکت وویل چې موږ به د دغه دفتر له لارې د افغانستان له زیانمنو شویو سره مرستې وکړو.


د مطلب کود: 299513

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299513/په-افغانستان-کې-د-طبیعي-پیښو-له-قربانیانو-سره-کډوالۍ-نړیوال-سازمان-ملاتړ

آوا
  https://www.avapress.net