دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۱:۲۶
د مطلب کود : 299475
په پکتيا کې د دوه نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکړی او زیاتوي، چې دغه ښوونځی د یوې خیریه موسسې له خوا د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغاونې د پرانستلو خبر ورکړی.
د پوهنې وزارت وايي، د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د بوکر لومړنی ښوونځی جوړ شوی چې سلګونه زده کوونکي په کې زده کړې کولای شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ښوونځی د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې خیریه موسسې له خوا چې د پوهنې وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې د ښوونځي تر جوړېدو مخکې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کولې.
https://avapress.net/vdcbz9b5srhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته