کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د دوه نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

7 عقرب 1403 ساعت 21:26

د پوهنې وزارت د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکړی او زیاتوي، چې دغه ښوونځی د یوې خیریه موسسې له خوا د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.


آوا: د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغاونې د پرانستلو خبر ورکړی.
د پوهنې وزارت وايي، د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د بوکر لومړنی ښوونځی جوړ شوی چې سلګونه زده کوونکي په کې زده کړې کولای شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ښوونځی د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې خیریه موسسې له خوا چې د پوهنې وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې د ښوونځي تر جوړېدو مخکې زده کوونکي تر خېمو لاندې زده کړې کولې.


د مطلب کود: 299475

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299475/په-پکتيا-کې-د-دوه-نيم-ميليونه-افغانيو-لګښت-يوه-ښوونځي-ودانۍ-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.net