دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۳:۵۱
د مطلب کود : 299173
د هېواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ماکائو ته ۹-۰ ماتې ورکړه
د هېواد د فوټبال د ١٧ کلنو ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام د غوراوي په سياليو کې د فيليپين د ملي لوبډلې پر وړاندې د لويو ګولونو له بريا وروسته په دويمه لوبه کې د ماکائو ملي لوبډلې ته د ٩-٠ په توپير ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه نن چهارشنبه د عقرب په ۲ مه د کمبودیا په پنه اولمپیک لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان له لوري دوه ګولونه وارث شیرزي، محمد نوروزي، ارش احمدي، سهیل سروري، نصیر احمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رضايي او یاسر صافي ترسره کړل.
د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله به د جمعې په ورځ د ۴ اسکارپینز له کوربه [کمبودیا] سره مخامخ شي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام د غوراوي په سیالیو کې د ماکائو، فیلیپین، بنګله دېش او کمبودیا په څېر په ګروپ کې ده.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د فیلیپین د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې ته د ۸-۰ په توپیر ماتې ورکړه.
https://avapress.net/vdcguy9xwak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته